افغانستان

د دوحې بین الافغاني غونډه سبا پيلېږي

سبا د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه جوړېږي. په قطر کې د بین الافغاني غونډې ځینې ګډون کوونکي وایي چې سبا به دغه غونډه پیليږي او هڅه به کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړل شي. ددغه غونډې ګډونکوونکی او د افغان حکومت د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي، دغه غونډه به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لپاره زمینې جوړولو کې موثره تمامه شي. دده په وینا پوره هڅه کېږي چې په دې بین الافغاني کنفرانس کې د مذاکراتو اصلي لوری چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې دي مشخص شي. بل پلو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې دا به ازاد بحث وي او هر څوک په فردي توګه د خپل نظر څرګندولو حق لري. نن هم په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې د ورځې تر پایه دواړه لوري یوې پایلې ته سره ورسېږي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: