روغتیا

د زړه حمله او درملنه يې

راټولوونکي: انجنير عمير وياړ

کله چي يو ناروغ د سيني د درد څخه شکايت کوي او د سيني درد يي درلودي اول شرط دادی چې د زړه ګراف يا اي سي جي ( Electrocardiography ECG ) ورته وکړي که چيرې اي سي جي نارمل وي د ای سي جي نارمل حالت تاته دا ضمانت نسي درکولاي چې د زړه حمله نسته بايد لابراتواري معاينات يې وکتل شي تر څو دقيق پته يې ولګيږي چې د زړه حمله سته که يا ؟

په لابراتواري معايناتو کې مايوګلوبين  (  Myoglobin   )  ، کريتنين کينز او د زړه انزايم یا مارکر تروپونیین  (troponins) کتل کيږي .

 تروپونیین  (troponin   cTnI)مارکر د زړه په عضلاتو پورې مربوط خاص مارکر دی د نورو  عضلاتو په ناروغيوکې ډير لږ لوړيږي.

د زړه په حمله کې اول لوړيدونکی مارکر مايوګلوبين ( Myoglobin ) دی چې په يوساعت کې په وينه کې لوړيږي  اما خاص د زړه  د حملې ښکارندوينه نسي کولاي د نورو مارکرو سره باید یو ځاي  وکتل سي  اما په لابراتواري معايناتو کې اول د توجه وړ مارکر دي! د زړه د حملي په اول ساعتو کې لوړيږي.

که چيرې ( Myoglobin )مايوګلوبين  لوړ وي کراتین کینز (CK_MB  ) او تروپونیین  (troponins) کښته وي څلور ساعته وروسته بايد تکرار کراتینين کينيز( CK_MB ) او ( troponins ) لابراتوار ته واستول سي ځکه کراتین ( CK_MB ) او تروپونیین ( troponins ) د زړه تر حملې څلور ساعته وروسته لوړيږي  د زړه د حملي په اول ساعتو کې نه لوړيږي .

کله چې د زړه حمله تشخيص سي وروسته که چيرې تر 72 ساعته وروسته ( CK_MB ) کراتينين  په کښته والي شروع ونکړي دا پدې معني ده چې تکرار دوهم ځلې د زړه حملې جريان پیداکړی  او  د زړه حمله جريان لري او   همدا رنګه د زړه د حجرو خرابيت ډير سوي ( Myocardial necrosis , reinfarction  ).

همدارنګه لوړ تروپونیین  (troponins)  پدې معنی دی چې د زړه د حجرو خرابيت په لوړه کچه دی .

د زړه په حمله کې بايد مايوګلوبين ( Myoglobin ) تروپونين (troponins) کراتينين کينيز  ( CK_MB )  يو ځاي مقايسه او وکتل سي .

د زړه په حمله کې د کرتينين يو ځلې کتل کفايت نه کوي بايد په هر څلور ساعته کې يو ځل وکتل سي تر څو معلومه سي چې په وينه کې ډير والی ښيي که لږ والی .

يادونه بايد وکړم چې د افغانستان په ډيرو روغتونو کې  دومره مجهز لابراتوار نسته چې د زړه دحملې تعقيب دې  لحظه پر لحظه  وکړي که وي هم د ګوتو په شمار دي.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this:
/* ]]> */