افغانستان

د دوحې بین الافغاني ناستې ته له کابله پلاوی روان شو

د قطر پلازمېنې دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه‌توب جوړېدونکې بین الافغاني ناستې ته له کابله يو پلاوی روان شو.

دغه ناسته سبا یکشنبه د جولای په اوومه پيليږي او دوشنبه پای ته رسيږي.

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد قطر ته له روانېدو مخکې په کابل کې رسنيو ته وويل، چې ده سره په دې پلاوي کې حکومتي چارواکي، د سولې عالي شورا غړي، مدني فعالان او يو شمېر سياستوال ملګري دي.

هغه وويل، چې حکومتي چارواکي به په دغه ناسته کې په شخصي توګه ګډون کوي او هېڅوک به د حکومت استازولي نه کوي.

حاجي دين محمد د قطر بین الافغاني ناستې ته هيله‌من دی او هيله يې ښکاره کړې، چې دغه جګړه باید نور د خبرو له لارې پای ته ورسيږي.

د بین الافغاني خبرو بل ګډونوال عمر زاخېلوال د قطر راتلونکې ناسته ګټوره بللې او زياتوي، چې د نړيوالو ادارو په شتون کې به افغان سياستوال له طالبانو سره د روانې جګړې په سياسي حل خبرې اترې وکړي.

طالبانو هم د قطر راتلونکې ناسته ګټوره بللې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، له کابله ورغلی پلاوی به د سولې په تړاو خپل نظر وړاندې او زياته کړې يې ده، چې دغه ناسته به د سولې بهير کې مرستندويه ثابته شي.

%d bloggers like this: