افغانستان

غزني: په مسجد کې د چاودنې له امله ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايت په مرکز کې په یوه مسجد کې د چاودنې له امله درويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، پېښه پرون د جمعې په ورخ د ښار مربوط د خاک غريبان سيمې په محمديه مسجد کې رامنځته شوې ده.

د نوري په وينا، په مسجد کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و او د جماعت پر مهال يې چاودنه کړې ده.

نوموړی وايي، د پيښې قربانيان ټول ملکيان دي چې د نهه کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه و او د تداوۍ لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، په چاودنه کې يوويشت کسان ټپيان شوي دي او دوه تنه نور وژل شوي دي.

د غزني د روغتون مشر بازمحمد همت وايي، د پيښې له ځایه د ماشومانو په شمول شل کسان روغتون ته د تداوۍ لپاره وروړل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنې د چا له خوا تر سره شوې او پړه يې هم چا په غاړه نه ده اخيستې.

تر دې مخکې هم د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په مسجدونو کې چاودنې شوي، ديني علماء او د مدرسو استادان په نښه شوي چې مسؤوليت چا نه دی منلی.

ويل کيږي، ډيری ورته ډول پيښې د ځانګړو استخباراتي کړيو له خوا د بيلابيلو موخو په موخه ترسره کيږي.

Tags
%d bloggers like this: