افغانستان

پکتیکا: طالبانو له درنې جګړې او تلفاتو خبر ورکړی دی

طالبانو خبر ورکړی دی چی تیره شپه یې سرتېرو د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په سرواندې سیمه کې د حکومتي پولیسو په پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳ پوستو سقوط کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د کومک په موخه راغلو حکومتي ځواکونو باندې هم بریدونه وشول او جګړې نږدې ۱۳ ساعته دوام وکړ.

سرچینه زیاتوي چې د جګړې په ترڅ کې د حکومتي ځواکونو ۵ ټانکونه او رینجر تخریب، ۱۷ عسکر او پولیس  قتل،  ۷ تنه ژوبل شول او ۴ پولیس ژوندي ونیول شول.

طالبانو ویلي په دغه جګړه کې د دوی یوازي دوه سرتیري وژل شوي او دوه ټپیان دی.

ځایي چارواکو او امنیتي مسئولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

%d bloggers like this: