خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په اړه دې عملي اقدامات وشي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو سره په غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ جوړه شوه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس عین الدین بهادري او ددغه کمېسیون مرستیالې نجیبې ایوبي د یاد کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله کچه لومړۍ مقام ګټلې چې دغه لاسته راوړنه د جمهوررئیس د پاملرنې محصول دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس او مرستیالې له یاد کمېسیون او په مجموع کې د بیان ازادۍ څخه د جمهوررئیس د ملاتړ  مننه وکړه او وې ویل، موږ هڅه کوو دغه بنست پیاوړی او د خلکو او دولت غوښتنې پر ځای کړو.

دوی زیاته کړه، یاد کمېسیون تر دې مهاله څو حقوقي سندونه او روزنیز لارښودونه برابر کړي او دغه راز یې د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه له دولتي مقاماتو او رسنیو سره تر څلوېښتو زیاتې غونډې کړي دي.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو د فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او وې ویل: د اساسي ارزښت په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سرتاسري کمپاین ته اړتیا لري، ترڅو په دې اړه په مرکز او ولایتونو کې واضح عامه پوهاوی وشي.

جمهوررئیس زیاته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې د ولایتونو د اړتیاو واضح جدول ترتیب او د هغې ستونزې او حل لارې دې پکې راونغاړل شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تدوین شوی چې بهترین قانون دی، خو د تطبیق لپاره یې باید په دې پړاو کې عملي اقدامات وشي.

د دغو مراسمو په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي حمدالله ارباب د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او اعلیحضرت غازي امان الله خان نقاشي شوي عکسونه د تخفي په ډول جمهوررئیس غني ته ډالۍ کړل.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: