خبرپاڼې

جمهوررئیس غني خلیل صدیق ته د غازي وزیر محمداکبرخان دولتي مډال ورکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان بانک مخکیني لوی رئیس خلیل صدیق د خدمتونو او هڅو د تقدیرولو په خاطر، نوموړي ته د یو لړ مراسمو پر مهال د غازي وزیر محمداکبرخان دولتي مډال ورکړ.

په دغو مراسمو کې چې نن غرمه په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شول، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

جمهوررئیس غني د یاد مډال له ورکړې وروسته، د بانکدارۍ سکتور د انکشاف او ودې په برخه کې د خلیل صدیق هڅې او دا چې ورسپارل شوې دندې یې په پوره رېښتینولۍ ترسره کړي، مننه وکړه.

د افغانستان بانک مخکیني رئیس خلیل صدیق په هیواد کې د بانکدارۍ د ودې په خاطر د جمهوررئیس د هڅو او دغه را نوموړي ته د مډال د ورکړې له امله مننه وکړه.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: