خبرپاڼې

په غزني ښار کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

ارګ، کابل:  په ډېرې خواشینۍ سره چې طالبانو نن سهار د غزني ولایت په مرکز کې په یوه وحشیانه تروریستي برید کې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.  

جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل، طالبانو چې د دغه زشت او بې ننګه عمل مسوولیت ومانه او پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول معصومو کوچنیانو او عامه تاسیساتو یې برید وکړ، یو ځل بیا یې له افغانانو سره خپله ښکاره دښمني ثابته کړه او دغه کار یې بشري جنایت ګڼل کېږي.

جمهوررئیس وویل: طالبانو د دغه تروریستي برید په ترسره کولو سره وښوده چې عمل او خبرې یې جدي تناقض لري. په داسې حال کې چې په قطر کې مذاکرات کوي،خو په افغانستان کې هره ورځ خپل لاسونه د بې ګناه وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو په وینو لړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه: طالبان باید پوه شي، چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول پر کوچینانو د برید په ترسره کولو سره د سولې په مذاکراتو کې امتیاز نشي تر لاسه کولای.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: