دیني لیکنې

څو غوره اوعجیبه ..

ګرانو ماشومانو ستاسو لپاره مي څوغوره لنډې قیصې اوخبري راټولې کړي هیله ده چې تنده به موپرې ماته شي :

دحضرت خالد رض  عجیبه اطاعت

لمړی :

کله چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه، خالد بن الولید رضي الله عنه د پوځ له مشرتابه لېرې کړ، فکر کېده چې خالد به یې ونه مني، خو خالد وویل: والله لو ولي عليّ عمر إمرأة لسمعت واطعت. یعني په الله قسم، که عمر ښځه راباندې مقرره کړي؛ خبره به یې واورم او پیروي به یې وکړم. رجال من التاریخ

 

دوهم :

هغه چې په ټول ژوندکې يې دروغ نه دي ویلې :

احنف بن قيس رحمه الله وایي: ټول عمر مې دروغ نه دې ویلي، یواځې یوځل عمر رضي الله عنه پوښتنه رانه وکړه، ول دا کمیس دې څو قیمت لري؟ ما یې نیم قیمت ورته وښود، عمر زما کمیسه ته لاس وروړ، ول دا خو ډېر نرم دی، خو چې دومره ګرانه نه وی. تاریخ مدینه دمشق لابن عساکر

دریم  :

امام اعظم رح دنورو له نظره

که د نړۍ له نیمایي خلکو سره دابو حنیفه رحمه الله عقل وتلل شي؛ د ده عقل به پرې زیات شي! ابن عاصم. مناقب أبي حنفية وصاحبيه للذهبي:37

څلورم

دامام اعظم رح یوعجیبه صفت

امام ابو حنیفه رحمه الله ته چا وویل: خلک ستا په اړه خبرې کوي؛ خو ته په هیچا کې خبرې نه کوې؟! ده ورته وفرمایل: دا د الله فضل دی، چا ته یې چې خوښه شي ورکوي یې. الخیرات الحسان في مناقب الامام أبي حنیفه النعمان، لابن حجر الهیتمي:81

رښتیا هم په خلکو کې د خبرو نه کولو صفت چې الله په چا لورولی وي؛ په هغه یې لوی فضل او رحمت کړی، متاسفانه زموږ د زمانې اکثره وګړي له دې فضیلته محروم دي، الله دې موږ ته دا فضیلت رانصیب کړي.

 

پنځم

اودې خبرې ته موپام ده ؟

✓ فلان کامیاب شو خو وړتیا یې نه لري

✓ د فلان نصیب ښه ده کنه دی دومره تکړه نه دی

✓ فلان دومره پوهه نه دی چټې پر مختللی

✓ فلان چټي په خلکو ګران دی

✓ فلان شهرت لري خو وړتیا یې نه لري

✓ فلانۍ چټي په مېړه ګرانه ده ښایسته نه ده

 

دا او دېته ورته خبرې اکثره حاسدین او کینه ګر خلک کوي؛ حاسد په خوله نارې نه وهي چې زه حسد کوم یا کینه ګر یم

دا ټولې مو دحامدافغان صیب له وال څخه اخستي

%d bloggers like this: