افغانستان

فراه کې دوه ایراني پوځیان په نظامي یونیفورم کې له یوې دهشکې او موټر سره، نیول شوي

د افغانستان په لویځ کې ځایي چارواکي وایي، دوه ورځې
مخکې، دوه ایراني پوځیان په داسي حال کې، چې پوځي یونیفورم یې پر تن و، له یوې
دهشکې او یوه موټر سره د افغانستان په خاوره کې د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي
دي.

دغه ایراني پوځیان چې نظامي یونیفورم یې درلود د فراه له
سرحدي سیمو دې ولایت  ته ور ننوتي چې د
راتګ اصلي علت یې ځایي چارواکو ته لا تر اوسه نه دی څرګند خو اوس مهال له سرحدي
ځواکونو سره، دي.

فراه د افغانستا په لویدیځ کې د هرات، نیمروز، هلمند او
غور ولایتونو ترمنځ پروت نسبتاً ناامنه ولایت دی چې تېر کال د سقوط له جدي ګواښ سره مخ شو او اوس یې هم
په ګڼو ولسوالیو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.

دغه ایراني پوځیان په داسي حال کې په فراه کې د سرحدي
ځواکونو له لوري نیول کیږي چې افغان چارواکو او امریکا تر مخکې ایران وسله والو ته
د وسلو او تجهزاتو په ورکولو او روزنه تورن کړی و.

خو ایران بیا په ځان دغسې لګیدلي تورونه تل رد کړي دي.

%d bloggers like this: