نړۍ

پاکستان: بهر ته له درې زرو اضافه کلدارو په وړلو بندیز ولګید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ګمرکونو ادارې د نوې پالیسۍ له مخې هیڅوک نشي کولای له پاکستان نه بهر تر ۳زرو اضافه کلدارې ویسي.
د پاکستان د ګمرکاتو د نوي اصولو له مخې نوي زیږیدلي ماشوم تر پنځه کلنۍ پورې د کال له زرو ډالرو څخه تر شپږ زرو ډالرو پورې بهر ته وړلای شي.

همدا راز له پنځه کلن پورته ماشوم تر اتلس کلنۍ پورې په هر سفر کې ۵ زره ډالر خو د کال تر ۳۰زره ډالر اضافه نشي وړلای.

د نویو اصولو له مخې د اتلس کلن څخه پورته مسافر په هر سفر کې ۱۰زره او د کال تر ۶۰زره ډالرو پورې بهر ته ځان سره وړلای شي.

د نویو اصولو له مخې هر مسافر تر ۳زره اضافي پاکستاني کلدارې نشي وړلای. همدا راز مسافر نشي کولای چې سره زر، سپین زر، پلاتین، الماس او طلا له ځانه سره په سفر کې ویسي.

د یادونې وړ ده چې له اوږدې مودې راهیسې په تورخم کې هم د پاکستان امنیتي ځواکونه تر لس زره اضافه پاکستاني کلدارو په وړلو بندیز لګولی.

افغانستان ته تلونکي مسافر مجبور ول چې کلدارې افغانیو یا ډالرو باندې بدلې کړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: پاکستان: بهر ته له درې زرو اضافه کلدارو په وړلو بندیز ولګید

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: