نړۍ

ایران کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي

ایران کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد په لویدیځ پیران ښار کې په یوه غلچکي برید کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی. ایرنا د سپاه پاسداران ځواک د یو قومندان له قوله ویلي، دا درې سرتېري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو ترهګرو یې پر موټر برید وکړ. سپاه پاسداران وایي، کردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران ته نږدې په یوه کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتېري وژلي دي خو کردي ملېشو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا سیمه پخوا هم د ورته ډېرو پېښو شاهده وه.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: