نړۍ

چین پر ټایوان د امریکايي پوځي وسایلو د پلورل کېدو د پلان لغوه کېدل غوښتي

چین له امریکا غوښتي چې پر ټایوان باندې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي وسایلو خرڅولو پلان ”ژر تر ژره لغوه کړي“.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګینګ شوانګ، پرون سه شنبه، خبریالانو ته وویل چې پر ټایوان باندې د امریکا لخوا د پوځي وسایلو خرڅېدل له ”نړیوالو قوانینو، د نړیوالو اړیکو له نورمونو او د یوه چین له پالیسۍ سرغړونه او د چین په کورنیو چارو کې مداخله ده“.
تېره دوشنبه د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې پر ټایوان باندې د تر دوه میلیارده زیاتو ډالرو په ارزښت ۲۵۴ سټینګر توغندي، ۱۰۸ ابرامز ټانکونه، سلګونه میله وسلې، مرمۍ او نور پوځي وسایل پلوري.
ټایوان له چین څخه د ۱۹۴۹ز کال تر کورنۍ جګړې وروسته هغه مهال بېل شو چې د چینګ کای-شیک ملي ځواکونه د ماو زیدونګ د کمونیستو قواوو لخوا له مرکزي خاورې وایستل شول او په ټایوان جزیره کې مېشت شول. له هغه مهاله راهیسې ټایوان خپل مستقل حکومت لري، خو چین یې د خپلې خاورې برخه بولي.
د ”یوه چین“ پالیسۍ له مخې امریکا هم له چین سره همنظره ده، خو له ټایوان سره پوځي مرستې کوي.

Tags
%d bloggers like this: