نړۍ

د هانګ کانګ مشرې چین ته د مجرمینو سپارل کېدو قانون لغوه اعلان کړ

د هانک ګانګ د دولت اجراییه رییسې، کیري لِم، پرون سه شنبه وویل چې چین ته د مجرمینو استول کېدو قانون یې لغوه کړی، او په دې برخه کې د دولت اقدامات له ”بشپړ شکست“ سره مخ شوي دي.

د دې قانون له مخې به د هانګ کانګ وګړي د محاکمې لپاره د چینايي کمونیست دولت محکمو ته سپارل کېدل.
د قانون د لایحې تر اعلان وروسته، میلیونونو هانګ کانګیانو یې پر ضد مظاهرې پیل کړې، چې تاوتریخوالی هم پکې رامنځته شو. دوی د دې قانون لغوه کېدل غوښتل. د لاریونونو له امله ځینې دولتي ادارې او مالي مرکزونه هم وتړل شول.

Tags
%d bloggers like this: