افغانستان

کرزی: امریکا له افغانستانه دخپلو ځواکونو وتل غواړي؛ پکار ده چې دولت اوطالبان خپلو کې سره کېني

 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې یادې کړي.

کرزی وايي، ژر تر ژره دې طالبان او افغان دولت خپل منځي مذاکرات پیل کړي.

کرزي چې په چین کې یې د نړیوالې سولې اتم کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ روانو خبرو کې پرمختګونه شوي دي او په خبره یې دا پروسه باید په پوره شفافیت پر مخ لاړه شي.

کرزي په دوحه کې ترسره شوې بین الافغاني ناستې ته په اشارې دا خبرې رغوونکي بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې هر څومره ژر کېدای شي باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.

کرزي وویل، دا چې اوس امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لټه کې ده نو افغانان باید دا فرصت مساعد کړي څو طالبان هم د هېواد په راتلونکي سیاسي نظام کې د ګډون حق تر لاسه کړي.

کرزی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالب اوامریکايي پلاوي دامهال دسولې خبرو په اړه خپلو مشرانو ته درپوټ ورکولو او سلا مشورو په پار ترنامعلومې مودې وقفه کړې.

%d bloggers like this: