افغانستان

حفیظ منصور: په جوماتونو کې بهرنیو پوځونو ته د ماتې دعاګانې، ترهګري ده

د ولسي جرګې پخوانی غړی او د پوهنتون استاد حفیظ منصور یوځل بیا په پوهنتونونو کې پر اسلامي مضامینو نیوکې کړې او د هغوی درس او تدریس یې له ترهګرۍ سره د مرستې ابزار بللی دی.
نوموړی وایي، نړیوالې ټولنې په افغانستان کې په بشپړ دول فکري جګړه بایللې چې له کبله یې د دیموکراسي مخالفینو په هره ارسه کې نفوذ کړی دی.
نوموړي د هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، حکومت یا د دې افراطیانو په مخنیوی کې ناکام دی او یا په لوی لاس غواړي، ترڅو افراطي ډلې تقویه کړي او بیا پر ناڅاپي توګه داسې ډله را وباسي چې هغوی د اسلام له اساساتو په قطعي ډول منکر وي.
منصور د بیلګې په توګه وایی،
« په هر جومات کې ملا امامان دعاګانې کوي، خدایه کفار تبا کړې، یهود او نصارا له منځه یوسې؛ دا خپله ترهګري ده او د طالباني فکر د تقویې خبرې دي چې باید حکومت یې مخه ونیسي»
د حفیظ منصور په خبره، حکومت باید تر دفاع وزارت زیات پر پوهنې وزارت، حج او اوقافو او لوړو زدکړو وزارتونو پانګونه وکړي، ترڅو د فکري جګړې په برخه کې لاسته راوړنې ولري.
نوموړی وایي، ستونزه په دې نه حل کیږي چې استادان یا محصلین زنداني شي، بلکې د ده په خبره چې اړوند وزارتونه باید له یوې مخې درسي نصابونه تغییر کړي.
د یادونې وړ ده چې منصور تر دې وړاندې هم د اسلامي ثقافت مضمون د ترهګري زیږوونکی بللی و او له حکومت یې غوښتي و، چې باید به پوهنتونونو کې یې پر درس او تدریس بندیز ولګوي.
د شمال ټلوالې دغه غړی داسې مهال د اسلامي مضامینو د زدکړې د مخنیوي غوښتنې کوي، چې تازه د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو د لومړۍ بین الافغاني ناستې په پریکړه لیک کې پر اسلامي نظام ټینګار شوی چې په رڼا کې به یې ټولې چارې مخته وړل کیږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */