خبرپاڼې

جمهوررئیس غني دقطر ناستې افغان پلاوي سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د قطر په ناسته کې د افغان لورې ګډون کوونکي پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ وشوه، یاد پلاوي قطر ته د خپل سفر او د یادې ناستې په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، په دغې ناسته کې پر ملي یووالي، نویو ارزښتونو، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو او پرمختګونو پر ساتنې د نظر تبادله وشوه.  

دوی هیله څرګنده کړه چې دغه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ مذاکراتو د پیل ګام واوسي.

جمهوررئیس غني یاد پلاوي څخه مننه وکړه او وې ویل، ستاسې ګډون یو ښه پیل وو او په خپلې استازولۍ مو له طالب لوري سره د افغان ملت برحقه غوښتنه مطرح کړه.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې مفاهمه مهمه ده او موږ په ټولو مرحلو کې مفاهمې ته اړتیا لرو وویل، د سولې د پرمختګ په برخه کې یواځینۍ معقوله لار دا ده چې طالبان په مستقیم ډول له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

جمهوررئیس غني وویل، موږ مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لرو او سره له دې چې ستاسې پریکړه لیک اجباري نه دی، خو د افغانستان حکومت ورته درناوی لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د معمول سره سم په مذاکراتو کې سخت او بحث پارونکي مسایل مطرح کېږي، خو د افغانستان حکومت به پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو په خاطر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: