خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: له فساد سره مبارزه د یوه فرد نه، بلکې د دولت او ټولنې کار دی

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې د فساد پرضد د مبارزې په اړه ”د سولې پر لور حرکت، د حساب ورکولو لپاره فرصت“ تر عنوان لاندې د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د هېواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو او سفیرانو او په کابل کې مېشتو کورډیپلوماتیک استازو هم حضور درلود، لومړی په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پییر مایودین خبرې وکړې.

د اروپایي ټولنې سفیر وویل، نن موږ غواړو له فساد سره په مبارزه کې خپل رول د سولې تر هوکړه لیک وړاندې، په جریان او وروسته متمرکز کړو. هغه ټینګار وکړ د سولې او ټاکنو دواړه پروسې چې د زماني جدول مطابق تعین شوي، باید په موازي ډول مخته یوړل شي.

وروسته جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامداره مرستو د ستاینې ترڅنګ د ډیموکراسۍ په ارزښتونو او په ځانګړي ډول پر ټاکنو د دې بنسټ د ټینګار مننه وکړه او وې ویل، ټاکنې له شک او شبهې پرته ترسره کېږي.

جمهوررئیس وویل، نن سولې ته تیاری نیسو او زموږ هېواد باید د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي. هغه د جګړې د قېمت په اړه وویل چې د نړیوال بانک د راپور پر اساس، د غویي د اوومې له کودتا د بُن تر پروسې، افغانستان ۲۴۰ میلیارد ډالره زیان لیدلی او په تېرو ۱۸ کلونو کې هره ورځ موږ د جګړې قېمت پرې کوو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سولې په لاره کې زموږ پرېکړې د دې ښودنه کوي، چې موږ د جګړې په قېمت پوهېږو او د افغانستان خلک دغه قېمت اداء کوي.

جمهوررئیس د کابل او غزني ولایتونو وروستيو ترهګریزو بریدونو ته په اشارې وویل، پر ماشومانو برید پرانسانیت برید دی او نظام او اساسي قانون ته د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ژمنتیا مننه کوم.

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې موږ د هر اړخیزو مذاکراتو د پیل لپاره ټولې ستونزې او شرطونه ومنل، وویل چې زما تګلاره د سولې تګلاره ده، دا وطن سوله غواړي او موږ سوله راولو.

محمد اشرف غني څرګنده کړه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د سولې لپاره شرایط مساعد نه و، خو اوس د سولې د ټینګښت وخت رارسېدلی او باید ترې اعظمي استفاده وشي. هغه ټینګار وکړ چې بېرته په شاتګ ملت ته د منلو وړ نه دی او نه هم ممکن دی.

جمهوررئیس وویل، په څلوېښتو کلونو کې په لومړي ځل موږ ثابته کړه چې اوربند خوب او خیال نه دی، بلکې واقعیت دی او د دولت او طالبانو ترمنځ باید هدفمند مذاکرات ترسره شي او ستونزې باید د عقلانیت په قوه حل کړو او په دې کار کې اراده او نیت هم مهم دي.

جمهوررئیس په دې ټینګار سره چې د فساد پرضد واضح بنسټ ایښودل شوی وویل، چې د فساد پرضد مبارزه د یوه فرد کار نه دی، بلکې د دولت او ټولنې کار دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان سیاسي فلسفه پرعدالت ولاړه ده، کرنه، صنعت، سوداګري او امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ټوله کې حکومتولي له عدالت پرته نشي ترسره کېدای.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */