دیني لیکنې

په وروسته صف کې دریدل!

 

محترم مفتی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وبعد یوه پوښتنه لرم که يې ځواب راکړئ احسان به مووي :هغه داچې

ډیروخت داسي پیښه شي چې امام صاحب رکوع ته ولاړشي نوبعض خلګ ددي لپاره چې رکعت ورڅخه تیرنه شي که په مخکنې صف کې خالې ځای هم وي دوئ په بل ځای کې نیت وتړي اوپه امام پسې اقتداء کوي ،په منډه چې هرځای ته ورسیږي هم هلته رکوع ته ټیټ شي ایاددوئ داډول عمل له شریعت سره سم ده اوکنه؟

الجواب حامداومصلیاوبعد:که چیري په مخکنې صف کې ځای ؤ نوخامخابه هغه ته ځان رسوي که څه هم رکعت ورڅخه تیریږي .په مخکنې صف کې له ځایه سره بل ځای دریدل مکروه دي ،نودفضیلت حاصلولولپاره له مکروه څخه ځان ساتل اولی اوافضل دي

فتاوي رحیمیه ۱/۲۰۶ وکبیري ۱/۵۷۵

%d bloggers like this:
/* ]]> */