خبرپاڼې

د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

 

ارگ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې ټولو بریالیو ګډونوالو او په ځانګړي ډولهغو زده کوونکو ته چې په لوړو نومرو سره یې پوهنتونونو ته لار  موندلې مبارکي وایي او هغوی ته په تحصیلاتو کې د بریالیتوب هیله کوي.

د هېواد جمهوررئیس وویل: په ټول هېواد کې په عادلانه او مساوي ډول د باکیفیته تعلیمي او تحصیلي خدمتونو وړاندې کول د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې بنسټیز اقدامات ترسره شوي، له ګرانو محصلینو زما غوښتنه ده چې له دغو فرصتونو څخه د زده کړو د ترلاسه کولو لپارهجدي استفاده وکړي.

جمهوررئیس غني همداراز د لوړو زده کړو وزارت او د ازموینو ملي ادارې څخه د کانکور ازموینې د غوره مدیرت او په بریالي او شفاف ډول د ترسره کېدو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: حکومت به له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي، څو هغو ګډونوالو ته د لوړو زده کړو زمینه او کاري فرصتونه برابر کړي چې په کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته نه دي بریالي شوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: