افغانستان

صدیقي: ښايي تر را روانې سیپټمبرمیاشتې مخکې له طالبانو سره د سولې یوه ابتدایي هوکړه وشي

د افغانستان حکومت وایي هیله مند دی چې تر
راتلونکو څو اونیو پورې به له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو
بهیر پیل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې یوې
خبرې غونډې ته ویلي چې، ښایي ترسیپټمبر  میاشتې پورې د سولې یوه ابتدایي موافقه جوړه شي
چې د طالبانو
او د حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدل به
د دغې موافقې یوه برخه وي.

کابل کې دغې غونډې ته ښاغلي صدیقي زیاته
کړې چې د افغانستان حکومت لپاره سوله یو مهم لومړیتوب دی.

ده وویل:” مونږ هیله مند یو چې په دې برخه کې چټک
پرمختګونه وشي، تر څو د دې پرمختګونو په مټ د سولې خبرو بل پړاو ته چې د افغان
حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي ور ننوځو”.

وسله والو طالبانو له امریکایي اړخ سره تر
دې مهاله اوه ځله د سولې مخامخ خبر کړې دي خو هغوی تل په دې ټینګار کړي چې له
امریکایي جهت سره د سولې تر موافقې وروسته به له کورنیو اړخونو سره د خبرو مېز ته
کښیني.

%d bloggers like this:
/* ]]> */