افغانستان

د غني ویاند:د جنسي تیریو قضیو ته دې دومره هوا نه ورکول کیږي، چې لاسته راوړنې وګواښي

د جمهور رئیس اشرف غني ویاند صدیق صدیقي چې نن یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، ویره لري چې هغه ادعاوې چې په ارګ کې د فحشا د ترویج او د میرمنو د عزل او نصب پر مهال د جنسي رشوت په هکله ترسره کیږي، د دوی د تیرو کلونو لاسته راوړنو ته کوم ګواښ پیښ نه کړي.

نوموړي په ځانګړې توګه دا رد نه کړه چې ګنې په ارګ او نورو دولتي اداراتو کې دې له ښیځینه کارمندانو د جنسي رشوت غوښتنه کیږي، یا دې په لوی لاس هغوی فحشا ته مجبوریږي؛ خو زیاته یې کړه چې ښایي دا ډول ادعاوې سیاسي اړخ هم ولري.

صدیقي وویل، ارګ فکر کوي چې ممکن دغه ډول اوازې خپرول راتلونکو انتخاباتو ته د اشرف غني پرضد د کمپاین یوه برخه وي.
د اشرف غني ویاند دا ډول ادعاوې اندیښمنونکې وبللې او زیاته یې کړه”هسې نه چې دا ډول قضیو ته ډېر سیاسي رنګ ورکړل شي او په تېرو پنځو کلونو کې زموږ دا لوی پرمختګ( د میرمنو آزادي)زیانمن شي”
بلخوا په ارګ کې د فحشا د ترویج په هکله لومړني تور لګونکي شخص جنرال حبیب الله احمدزي د خپلو ادعاوو په تړاو له غني، د هغه له میرمنې او په دولت کې له کارمندو میرمنو بښنه غوښتې او زیاته کړې یې ده، کومې خبرې یې چې کړې وې، په ارګ کې دننه د یوې مشخصې کړۍ په هکله وې، چې د ده په باور د ملي او افغان کلتور څخه، چې د اسلام په موازینو برابر دی، پښې غځوي.
باید وویل شي، چې احمدزي په لومړي ځل مرکه کې د فضل فضلي نوم اخیستی و، چې ګواکې نوموړی په ارګ د فحشا د ترویج هڅه کوي او د جنسي رشوت د ورکړې په بدل کې میرمنې او نجونې په لوړو پوسټونو ګماري، چې په خبره یې د نوموړي د دې هڅو له امله ډیری میرمنې چې کمې رایې یې هم ترلاسه کړې وې، ولسي جرګې ته لاره وموندله.

یوناما، د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش، حنیف اتمر او ګڼو سیاسي مشرانو او مدني فعالانو په ارګ او دولتي اداراتو کې د جنسي رشوت او ډاګیزې فحشا په هکله د څیړنو غوښتنه کړې ده.

%d bloggers like this:
/* ]]> */