افغانستان

نوماندانو ته د ولسمشریزو ټاکنو باورلیکونه وسپارل شول

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۴) د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او د هغوی مرستیالانو ته باورلیکونه وروسپارل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او مرستیالانو ته باورلیکونه وسپارل؛ خو د دغو ټاکنو یو نوماند غلام فاروق نجرابي دا باور لیک وانخیست.

نوموړی وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارونه د باور وړ ندي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند غلام فاروق نجرابي څرګنده کړې؛ تر هغې، چې سوله رانشي، لنډمهاله حکومت جوړ نشي او د ټاکنو قانون له مخې لیرې نشي دا له درغلې ډک باور لیک منلی نشم.

ځبنې ټاکنیزې ډلې هم وایي، چې په اوسني وضعیت کې نشي کولی، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د احمد ولي مسعود د ټاکنیزې ډلې مرستیال بشیر بیژن هم پر ټاکنیزو کمیسیونونو بې باوره دی او وایي؛ هیله من یم، چې کمیسیون پخپلو ژمنو عمل وکړي. پرته لدې د ټاکنو تحریم د یوه غوراوي په توګه پخپل ځای پاتې دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ د ټاکنیزو ډلو اندېښنو ته داسې ځواب ورکوي: ژمنه کوم، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون روڼ او ناپېیلی کار کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر عبدالرحمن ننګ وایي: تاسې له ټاکنو څارنه وکړئ، چې د بهیر روڼتیا خوندي او ډاډمن شي.

د نوماندانو او مرستیالانو باور لیکونه کولی شي، چې د دوی نوماندي په ټاکنو کې تائید کړي او له بلې خوا څاروونکیو ته لار اواروي، چې ټاکنې وڅاري.

%d bloggers like this:
/* ]]> */