خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د ملي ورځې په توګه د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې عالي بورډ غړو سره وکتل او د دغه بورډ د کړنو راپور یې واورېد.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د چارو ادارې لوی رئیس سید عبدالوحید قتالي د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د شاندارو مراسمو لپاره د یادې ادارې د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، د هیواد په مرکز او ولایتونو کې شپاړس ګونو کمېټو په ۱۵۰ برنامو کار کړی چې د خلکو او دولتي ارګانونو ونډه په کې پراخه او هراړخیزه ده، ترڅو د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مراسمو جشن په شاندار ډول ترسره شي.

جمهوررئیس غني د یادو خبرو له اورېدو وروسته د ترسره شویو کارونو په خاطر مننه وکړه او د یوې ملي ورځې په توګه یې د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په شانداره نمانځلو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس وویل، د هیواد د خپلواکۍ د شانداره جشن  په اړه باید ټولې دولتي ادارې په ګډه هر اړخیزه همکاري وکړي.#  

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */