خبرپاڼې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء تاسیس شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د تاسیس فرمان صادر کړ.

په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی.

دغه راز د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند  له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */