خبرپاڼې

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې پلې لوا قومندان د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو نن په غزني ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې پلې لوا قومندان ډګروال عبدالمبین محبتي په شهادت ورساوه.

ډګروال محبتي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د افغانستان د دښمنانو په برید کې شهید شو.

جمهوررئیس غني د دغه ناځوان مردانه برید د غندلو ترڅنګ وویل، تروریستان په دغه ډول بزدله بریدونو سره  د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د دې وطن د زړورو بچیانو چې شپه او ورځ سرښندنې کوي، ارادې او هوډ نشي کمزوری کولای.

د هیواد جمهوررئیس د شهید ډګروال عبدالمبین محبتي کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او شهید محبتي ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.# 

 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */