دیني لیکنې

دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:

لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي

دشان نزول تعریف،اهمیت،اوفوائد:

دقرآن کریم نزول دوه ډوله ده      ۱……      سببي          ۲…….   غیرسببي

له سببي څخه مر ا ددادی چې دیوواقعې،اوخاص ماحول په سبب نزول شوی وي

له غیرسببي څخه مرادهغه نزول دی چې بغیرله کوم سبب نه شوی وي

دشان نزول تعریف :

دکومي واقعي،سوال ،اویاحال په وجه چې دآیت نزول شوی وي همديته شان نزول ،یاسبب نزول ویل کيږي دبیلګي په ډول :

                 وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ  (سورة البقره :۲۲۱)

      ترجمه :اومشرکاني مه په نکاح کوئ !ترڅوچې ایمان يي نوي راوړی یقینایوه مسلمانه مینځه له مشرکي نه ډیره غوره ده اګرکه تاسوته مشرکه خوښه وي .

داآیت په یوه خاص واقعه کي نازل شوی ؛دجاهلیت په زمانه کي دحضرت مرثدبن ابي مرثدغنوي رضی الله عنه د(عناق )په نوم له یوي میرمني سره تعلق وو،له اسلام راوړلوورسته هغه رضی الله عنه مديني منورې ته مهاجرشو،اوعناق په مکه مکرمه کي پاته شوه یوځل حضرت مرثدرضی الله عنه دیوکا رلپاره مکي مکرمي ته  لاړعناق هغه ګناته دعوت کړلکن مرثدرضی الله عنه انکاروکړ، او زیاته يي کړه چې اسلام زموږترمنځ حائل ده خوعناق ته يي داهم وویل چې که ستاخوښه وي زه به درسول الله صلی الله علیه وسلم  له ایجازي ورسته لتاسره نکاح وکړم .کله چې مرثدرضی الله عنه مدیني منوري ته راغلوله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه يي دنکاح ایجازه وغوښته ،اوورته يي کړه :چې له عناق يي ډېره خوښه ده

په دي موردکي داآيت نازل شو،اودمشرکانودنکاح منعه شوه .

دشان نزول أهمیت :

دشان نزول معرفت دقرآن کریم په صحیح مرادپيژندلوکي یوبي انتهاضروري ،او أهم امرده علامه ابن دقیق العید رحمه الله (متوفی :۲۰۷هــ) فرمايي:دقرآن کریم دمعانی ووپه فهمولوکي قوي ذریعه دشان نزول پیژندل دي .

            بیان سبب النزول طریق قوي فی فهم معاني القرآن .

شیخ الاسلام علامه ابن تیمه رحمه الله (متوفی :۲۲۸هــ) فرمايي دسبب نزول پيژندل دایاتوپه فهم کي خورامرسته کونکی ده ؛ځکه چې دسبب علم دمسبب په علم کي اساني راولي .

      معرفة سبب النزول یعین علی فهم الآیة فان العلم بالسبب یورث العلم بالمسبب

علامه واحدي رحمه الله (متوفی :۴۶۱هـ) فرمايي ترڅوچې دآیت سبب نزول ،او متعلق معلوم نوي دآية مفهوم بیانول ممکن نده .

لايمکن تفسیرالآیة دون الوقوف علی قصتها،وبیان نزولها.

له دي مذکوره اقوالونه معلومه شوه چې دهغوخلګورایه سمه نده چې وايي:قرآن کریم په خپله دومره واضح ده چې په تشریح کي يي داسباب النزول پیژندلوته هيڅ اړتیانشته بلکه حقیقت داده چې دقرآن کریم په تفسیرکي داسباب النزول پيژندل دویو لازمي شرط حیثيت لري .

مأخوذ:قواعدالتفسیر:ص ۱۰۷ــــــ ۱۰۸

نور بیا …..

%d bloggers like this:
/* ]]> */