خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د شهید برید جنرال عبدالمبین محبتي جنازې ته درناوی وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شهید برید جنرال عبدالمبین محبتي جنازې ته چې پرون په غزني ولایت کې په یوه بزدله تروریستي برید کې شهید شوی و، درناوی وکړ.

جمهوررئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید جنرال عبدالمبین محبتي روح ته د دعا پرمهال وویل، جنرال صیب عبدالمبین  متعهد افغان، قاطع مسلمان،باجرئته افسر، متواضع او د فداکارۍ بېلګه وه. نوموړي له دې مقدس یونیفورم سره خپل ژوند وکړ  او په همدې سپېڅلي یونیفورم کې شهید شو چې خاطرې به یې موږ ته د تل لپاره د انګېزې موجب وي او شهید جنرال محبتي به  هر افغان افسر، سرتېری او بریدمل ته الګو وي او په هغه اساس به عمل کوي.

جمهوررئیس د شهید جنرال عبدالمبین  محبتي کورنۍ، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټول افغان ملت ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند اوهغوی ته په خطاب کې وویل، خپل ځانونه یواځې مه احساسوئ، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه ویاړم چې د شهید جنرال عبدالمبین په څېر افسران مو لرل.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د هیواد د جمهوررئیس په توګه خپل ځان مسوول ګنم چې د شهید جنرال عبدالمبین کورنۍ سره په اړیکه کې اوسم او  هغوی ته ځانګړې پاملرنه وکړم.

ورپسې د شهید جنرال عبدالمبین محبتي د کورنۍ په استازیتوب حاجي محبوب الله رحماني د جمهوررئیس، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مسوولینو او منسوبینو او ټولو هیوادوالوله خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، ستاسې راتګ زموږ غم کم کړ او موږ ته مو د زړه قوت راوباښه ، موږ  سرښندویه کورنۍ یوو او د وطن د ارزښتونو د ساتنې لپاره تل د خپلو ځانونو او اولادونو قربانیو ته چمتو یوو.

وروسته جمهور رئیس غني تر نظامي توپ پورې د شهید بریدل جنرال عبدالمبین محبتي  د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */