خبرپاڼې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رئیسه او غړي معرفي شول

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د جلا فرمانونو له لارې شهرزاد اکبر د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې او اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمدایوب یوسفزی، سیداحسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د دې کمېسیون د نویو غړیو په توګه وټاکل.

دغه راز جمهوررئیس غني د جلا فرمانونو له لارې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکېنۍ رئیسه سیما سمر د بشري حقونو او بین المللي اړیکو چارو کې د جمهوررئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکله او د هغې د خدمتونو او کوښښونو د تقدیر او ستاینې په خاطر یې مېرمن سیما سمر ته د مراسمو په لړ کې د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان هم ورکړ.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، یاد فرمانونه د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقي ولوستل.

جمهوررئیس غني د یاد نښان له ورکړې وروسته وویل، د ویاړ ځای دی هغه بنسټ چې په تېرو اتلسو کالو کې یې بېلابېل پړاوونه ووهل، نن یو نوي پړاو ته داخلېږي.

جمهوررئیس د سیما سمرخدمتونو څخه په مننې وویل، ډاډه یم چې نوموړې به نوې دنده هم د هیواد د ملي ګټو مطابق په ښه ډول ترسره کړي.

د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رئیسې او غړیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ملي ارزښتونه او د اساسي قانون مواد په ځانګړي ډول د هغه دویم څپرکی چې د اتباعو اساسي حقوق او وجایب دي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مطابق ترتیب شوی، عام فهمه شي او وارداتي ونه ګڼل شي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، ملت، اساسي قانون، ملي او اسلامي ارزښتونو سره د عهد نوي کول زموږ ټولو له وجایبو څخه دي.

په دې مراسمو کې سیما سمر وویل، زه ویاړم چې د لومړي ځل لپاره مې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریاست په غاړه واخیست او نن دا کمېسیون د سیمې او نړۍ په کچه یوه نمونه ده.

سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له همکارانو، رسنیو او همکار هیوادونو مننه وکړه چې د بشري حقونو د تامین او د انساني کرامت د خوندیتوب په خاطر یې زموږ ملاتړ وکړ.

هغې زیاته کړه، زموږ توقع داده چې دولت د کمېسیون لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې کړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رهبري په تازه انرژۍ کار وکړي او خلک له تبعیض او بې عدالتۍ څخه وساتي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دکمشنرانو د ټاکلو بهیر له تېرو ۹ میاشتو راهیسې جریان درلود او د غوراوي کمېټې چې د بشري حقونو او مدني بنسټونو، حقوق پوهانو ټولنې، علماو شورا، د معلولینو د حقونو د دفاع او ملاتړ مدافع بنسټونو او پوهنتونونو له استازو څخه جوړه وه، د ۴۵۰ تنه غوښتونکو څخه ۸۱ تنه نهایي او د دوی لیست یې وروستۍ کمېټې ته چې په رأس کې یې قاضی القضات او لوی څارنوال قرار درلود وسپارلو. په پایله کې دویمې کمېټې د خپلو ارزونو په پایله کې د ۲۷ تنو په شرایطو برابرو کسانو نوملړ چې کاري مخینه او تحصیلي اسناد یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ارزولي وو، نهايي او د هیواد جمهوررئیس ته وسپاره.

د یادولو وړ ده چې جمهوررئیس، اجرائیه رئیس او د جمهوررئیس دویم مرستیال په شرایطو برابرو کسانو سره مرکې کړې وې او د دوی له منځه ۹ تنه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه وټاکل شول.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */