دیني لیکنې

دقرآن کریم دشان نزول فوائد

 

لیکنه :مفتي محمداعظم صديقي

دشان نزول بي شماره فوائددي چې ځيني يي په لاندي ډول دي :

۱ =   له شان نزول څخه داحکاموحکمتونه معلوميږي ،اوداښکاره کيږي چې داحکم په کوم حالت کي ،اوولي نازل شوی ده ؟

مثلا: په سور ة النساء کي الله تعالی    فر مايې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ (النساء :۴۲)

ترجمه :اې دایمان خاوندانوتاسودنشې په حالت کي ترهغولمنځوته مه نږدي کيږئ ترڅوچې تاسوڅه وایاست خوپه هغه نه پوهيږئ!

دلته که دشان نزول روایت ته نظر   ونه  کړو  نوطبعاداسوال پیداکيږ ي  چې شراب چې دقرآن له نظره حرام دي نوبیاددې ویناضرورت څه ده :چې دنشې  په حالت کي لمانځه ته مه نژدي کیږئ .

ددي سوال جواب یوازي له شان نزول څخه ترلاسه کیدای شي چې واقعه په دي ډول ده :یوځل دشرابوله حرمت نه وړاندي  حضرت عبدالرحمن بن عوف څه صحابه کرام رضی الله عنهم میلمانه کړل له خوراک نه وروسته يي شراب وڅښل دوئ لا دنشې  په حالت کي ووچې دلمانځه وخت شو،حضرت علی رضی الله عنه امامت ورکړخودنشې  په سبب يي په آیت کي داسي غلطي وکړه چې دآيت معنی بلکل بدله شوه ، په همدي موقع  داآیت نازل شو:چې دنشې په حال کي لمانځه ته مه نږ دي کيږئ !.

۲=    ډېرځله دسبب نزول له پیژندلوبغیردآیت صحیح مفهوم نه فهميږي،او که له سبب نزول نه نظرقطعه کړو نوانسان بلکل له آیت نه غلط مفهوم اخلي چې دابه په څومثالونوکي واضح شي :

په سورة البقره کي الله تعالی فرمايې :

وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ (البقره :۱۱۵)

ژباړه :مشرق،اومغرب دواړه دالله تعالی پیدادي لهذاتاسوچې کوم لوري

ته مخ کوئ !هغه الله تعالی ته مخ ده .

په دي آيت کي که شان نزول ونه پیژنونوظاهرا داسي معلوميږي چې په لمانځه کي کوم خاص لوري ته مخ ګرزول ضروري نده ؛ځکه مشرق،اومغرب ټول دالله ملکیت ده ،اوهغه جل جلاله هرطرف ته موجودده ، نوچې هرطرف ته مخ وګرزول شي لمونځ اداکيږي ،حال داچې دامفهوم بلکل ښکاره غلط ده ؛ځکه چې قرآن کریم خپله په بل آیت کي قبلې ته مخ ګرزول ضروري ګڼي .

دامشکل یوازي دشان نزول په معرفت سره حل کیدای شي چي هغه په دي ډول ده :حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمایي: کله چې دمسلمانانو قبله له بیت المقدس نه کعبي ته بدله شوه نویهودوبه دااعتراض کاووچې ددي تبدلي وجه څه ده ؟په دي سبب داآیت نازل شوچې خلاصه يي داده :چې هرطرف الله تعالی پیداکړی ده ،اوالله تعالی هرطرف ته موجودده لهذاالله چې کوم اړخ ته دمخ ګرزولوحکم وکړي همغه طرف ته مخ ګرزول واجب ده په دي کي دقیاس دخل ،اوضرورت نشته

مأخوذازقواعدالتفسير:ص ۱۰۸ـــــ ۱۱۰

پاتي لري …….

%d bloggers like this:
/* ]]> */