خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د امریکا د پوځ د مرکزي  قومندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت  د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو وړتیاوو ستاینه وکړه او وې ویل، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کې د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

جنرال مک کینزي زیاته کړه: د امریکا متحد ایالتونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپلې هیڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړي.

جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو د ژمنتیا او د ټاکنو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او وې ویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ تیاری لري.

د هېواد جمهوررئیس وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لکه څنګه چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو امنیت ټینګ کړی و، د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به هم تر هغه زیاتې هڅې وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */