خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې پیر البرت ایلساس سره په ارګ کې وکتل.

په دې لیدنه کې، د هېواد جمهوررئیس په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د ناروې شاهي هېواد له همکاریو مننه وکړه.

همداراز دواړو لوریو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ناروې شاهي هېواد د ملاتړ او رول په اړه خبرې وکړې.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */