خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن مازدیګر، د سره صلیب نړیوال سازمان د فزیوتراپي برخې رئیس البرټو کایرو ته چې د دوست هېواد ایټالیا تبعه دی، د هغه د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.

په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررئیس غني فرمان ولوست.

جمهوررئیس غني ښاغلي البرټو کایرو ته د تابعیت تر ورکړې وروسته وویل: نوموړي په افغانستان کې د ۲۸ کالو خدمت په موده کې شپه او ورځ کوښښ کړی، چې د جګړې قربانیانو، ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته داسې کار وکړي چې هغوی صحتمند شي او بېرته خپل کار او فعالیت پیل کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */