افغانستان

ټرمپ: یوه اونۍ کې د افغانستان جګړه ګټلای شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون
دوشنبه د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنه
پرمهال خبریالانو ته ویلی چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ګټلی شي او په لسو ورځو
کې به دغه هېواد د نړۍ له نقشې ورک کړي خو نه غواړي دغسې وکړي.

ښاغلي ټرمپ، له خبریالانو سره په خبرو کې دا ویلي چې
له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له
افغانستانه وباسي.

ولسمشر ټرمپ زیاتوي چې امریکا ځکه نور له افغانستان وځي چې دغه هېود نه غواړي له دې
وروسته په سیمه کې  د
پولیسو نقش پر مخ یوسي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ په
یوه ټویټ کې ایران ته هم  د ډیپلوماټیکو
اصولو خلاف ورته خبرداری ورکړی وو.

ښاغلي ټرمپ هغه مهال په یوه ټویټ ویلي
وو چې که ایران د امریکا او ګتو پر وړاندې یې ودریږي نو دغه به د ایران د ویچاړۍ
په مانا وي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */