افغانستان

زاخیلوال ټرمپ ته: ډیر یرغلګر راغلل خو دا هیواد لا هم ځلیږي

زاخیلوال د ټرمپ پر خبرو حکومت ته پیغور ورکړی
عزم(سه شنبه، ۱ زمری ۱۳۹۸): پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخیلوال د ټرمپ پرونیو خبرو ته غبرګون ښودلی دی، او هغو حکومتي چارواکو ته یې پیغور ورکړی چې د امریکایانو د بمونو استقبال یې کولو.
زاخیلوال لیکلي « چنګیز او له هغه څخه مخکې او وروسته یرغلګر هم په همدې نیت راغلل او لاړل مګر دا هیواد لا هم ځلیږي لکه ستوری پر اسمان»
هغه همدا راز حکومت ته پیغور ورکړی او د ټرمپ خبرې یې ورته ډالۍ کړي چې ننګرهار کې یې د بمونو مور په نوم د بم ازمایلو ستاینه وکړه او هغه یې ښه اقدام بللی وو.
نوموړي لیکلي «ستا خبرې هغو ته ډالۍ چې د بمونو د مور په ګډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لا یې کوي.»
دا په داسې حال کې دی چې ټرمپ تیره ورځ له عمران خان سره په کتنه کې ویلي وو مونږ کولی شو افغانستان د ځمکې له نقشې ختم کړو، هلته په یوه ورځ لس ملیونه انسانان و وژنو او ځان بریالي کړو، خو مونږ دا کار نه کوو، او مونږ هلته تر ټولو لوی بم استعمال کړ، کولی شو بیا بیا یې استعمال کړو.
ټرمپ داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې تیره ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین امریکا ته په ځواب کې ویلي وو مونږ به افغانستان کې یو عسکر هم ونه منو، د بهرنیو ځواکونو ترپایه به درسره وجنګیږو که مونږ ازادي تر لاسه نکړو زمونږ راتلونکی نسل خو به ازادي ترلاسه کړي.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */