افغانستان

بدخشان: طالبانو د کران منجان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

badakhshan we

طالبانو خبر ورکړی دی چې سرتېرو ئې نن سهار د بدخشان ولایت کران و منجان ولسوالۍ په مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا پوستو پراخ بریدونه ترسره کړل.

د طالبان په خبرپاڼه کې راغلي : د بریدونو په لړکې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولې دفاعي پوستې په بشپړه توګه ونیول شوې، ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي او ډير نور ټپیان شول .

طالبانو ویلي، یاده ولسوالي له ډېرې مودې راهیسي د دوی د سرتېرو تر محاصرې او بریدونو لاندې وه چې څو ورځې وړاندې هم د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د حکومتي ځواکونو یوه مهمه قطعه دوی نیولېـوه  او په مهال یې ۳۷ تنه حکومتي عسکر او پولیس ژوندي نیول شوي وو.

ځایي چارواکو جګړه تایید کړې خو د ولسوالۍ د سقوط او تلفاتو په اړه څه نه وایي.

 

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */