افغانستان

خلک: که بمبارۍ را باندې ونه درول شي، په ټاکنو کې برخه نه اخلو

د میدان وردګو ولایت یو شمېر استازو او اوسېدونکو چې تېره ورځ کابل کې را ټول شوي وو، ګواښ وکړ، که په وردګو ولایت کې د هوايي او ځمکنيو عملیاتو په ترڅ کې د ولسي وګړو وژنه بنده نه شي، دوی په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي، له حکومت سره پریکون کوي او د کابل –کندهار، میدان وردګ بامیانو لارې تړي.

د میدان وردګو استازو چې يوې خبرې ناستې ته یې خبرې کولې په یوه پرېکړه لیک کې وویل، که په دې ولایت کې د ولسي وګړو وژل، بمبارۍ او چاپې دوام وکړي، دوی به د کابل – کندهار او کابل – بامیان لارې د ترافیکو پر مخ بندې کړي.

په وروستیو کې افغان او امریکايي ګډو ځانګړو ځواکونو د وردګو دایمیرداد سیدانو تنګي کې یوه روغتون چاپه کې څلور روغتیايي کارکوونکي ووژل،چې په غبرګون کې يې کابو ۴۲ روغتیايي مرکزونه وتړل او بیا بېرته پرانستل شول.

د دغې پيښې په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان د افغان ملکي وګړو د بې ساري مرګ ژوبلې له کبله د ځانګړو او امنیتي ځواکونو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

همداراز د دغه ولایت په جغتو او چک ولسوالیو کې هم د شپني عملیاتو، چاپو او بمباریو په ترڅ کې لسګونه کسان ووژل شول.

%d bloggers like this:
/* ]]> */