افغانستان

یوناما: د لوګر په هوايي برید کې ټول وژل شوي، ملکیان دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما دفتر نن (سې شنبه /جولای۲۳مه) وویل، د تیرې یکشنبې په ورځ د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې د درې ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي.

یوناما ویلي، دا برید د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته شوی دی. یوناما زیاتوي، د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشي او د ورته بریدونو په اړه دې لا نورې څېړنې وشي.

تېره ورځ د لوګر سیمه ییزو چارواکو هم وویل، برکي برک ولسوالۍ کې هوايي برید نهه کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د برکي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې د کوچیانو کمپ په سېمه کې د کوچیانو پر کېږدیو د شپې هوايي ځواکونو بریدونه کړي، چې د شپږو ماشومانو او دریو ښځو په ګډون یې نهه تنه وژلي او شپږ نور ، چې یوه پېغله ، یو ځوان ، یوه ښځه او درې د پاخه عمر کسان دي ټپيان شوي دي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */