افغانستان

دټرمپ وروستیو څرګندونو ته دبا احساسه ځوانانو توند غبرګونونه

راپور تاژ: عقاب افغان الحنفي

پرون دوشنبه دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دپاکستان له وزیر اعظم عمران سره په کتنه کې دافغانستان په اتلس کلنې جګړې مفصلې خبرې وکړې.

دټرمپ له څرګندونو ضد اونقیض مفاهیم اخیستل کېدل، دریځ یې واحد نه وو، دموضوع درک اوخبرې یې لکه دعصبي رنځور په مختلفو اومتعددو لارو چارو څرخېدې.

ټرمپ دخپلو خبرو پر دوام افغان مسلمان ولس ته یو بې ساری او نه توجیه کېدونکی سپکاوی وکړ، نوموړي دافغانستان خونړۍ جګړه او ددې جګړې اختتام یوه اسانه لار وبلله.

ټرمپ وویل، که وغواړم دافغانستان جګړه دیوې ونۍ په طول کې د لس میلیونه افغانانو په وژلو او دافغانستان په حذفولو پای ته رسولی شم؛ اما داسې نه کوم.

له دې څرګندونو وروسته ځینې بااحساسه افغانانو توند غبرګونونه ښودلي، وطن وال یې وحدت او اخوت ته رابللي، اوداشغال خلاف یې دیو ابابیلي خوځښت د رامنځته کېدا غږ کړی.

دتاند قلم او اور لېږدونکې ژبې څښتن قاري سعید خوستي دټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې په خپل توېټر لیکلي《‏ټرمپ ولې داسې نه ویل چې طالبان له نقشې ورکولای شم؟
ولې يې افغانستان یاد کړ؟
ځکه ټرمپ ټاميان او فولبرایټان افغانان نه بولي.
افغانان یواځې هغوی دي چې د اشغالګرو او د دوي د مزدورانو په ککریو یې دا اتلس کاله لوبې وکړې.
د امريکايي غلامانو لپاره ترټولو سخت سپکاوی》

دټولنیزو رسنیو بل فعال مبارز او داشغالګرو خلاف دتوند دریځ څښتن (حماد نیازي) بیا دټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کې په خپله توېټر پاڼه دافغان ولس دوحدت غږ کړی اولیکي《‏ټرمپ کافر د افغانستان د پوپناه کولو او د لسو میلونو افغانانو د وژلو خبره کړې، یواځې د طالبانو د وژلو خبره یې نه ده کړې، دلته د هر افغان دنده او مسولیت جوړېږي چې د افغانستان او افغانيت پر ننګه نور د امریکایانو پر ضد راپورته شي، د ټوپکونو شپيلۍ د امريکايي عسکرو تندیو ته سيخې کړې》

دآزاد فکرڅښتن او اسلامپال مبارز اسماعیل نثار بیا دداخلي او خارجي دښمن خلاف دملي قیام امر کړی، ټرمپ یې غندلی او داتلس کلن جګړییز مقاومت تخریبونکي یې تاریخي غلامان یاد کړي.

نثار لومړی دیو منتقم خوځشت سپارښتنه کړې؛ لیکي《‏وااا افغانانو!
دا د کور مرتدان مو چې پرون ېې روسي قاتلانو ته چوپړ واهه او نن ېې امريکايي وحشيانو ته وهي، دوی په چړو، تورو او ساتولونو ووژنئ، دا ددې خاورې د هوا، اوبو او خوراک ارزښت نلري.
دوی ناموس پلورونکي دي او په مرداره وينه کې ېې دغه د ضمير پلورنې پليت ويروس کډ شوی دی》

نوموړي په خپل دویم ټویټ کې دټرمپ څرګندونې دامریکاپه شکست ددوی اعترف بللی اوزیاته کړې ده《‏افغانستان د ټرمپ خوبونه تښتولي او د ګوربچوف په سرنوشت اخته دی!
دا چې ټرمپ افغان ولس ته په عامه سپکاوی، ښکنځلې او د قتل عام اخطار ورکوي، ټوله نړۍ پوهېږي چې دا ېې د طالبانو پروړاندې په اتلس کلنه جګړه کې د شکست اعتراف دی.
دوی د افغان په مقابل کې جګړه بايللې او د تېښتې لاره لټوي》

محمدفیصل کاروان هم دټرمپ په څرګندونو غبرګون ښودلی، ددولتي ځواکونو په ذلالت یې تأسف کړی اودوی دغلامۍ په ترک سره د خپلې جغرافیې دفاع ته رابللي.

کاروان لیکلي《‏د ټرمپ په لاپو دومره نه يم دردېدلی لکه د ټرمپ د غلامانو په بې حسۍ.
ځکه چې دټرمپ داڅرګندونې دا په ډاګه کوي چې امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې او له افغانانو دا جنګ نشي کټلی
خو دغلامانو دا بې حسي مې دردوي چې ټرمپ افغانستان دنړۍ له نقشې ورکول غواړي او دوی لاهم دټرمپ لمن نيولې》

کاروان داخلي عساکرو ته په خپل پیغام کې لیکلي《‏ښه عسکره: د ټرمپ خبرې خو دې واورېدلې چې وايي که وغواړم د افغانستان جګړه په لسو ورځو کې د لس ميليونه افغانانو په وژلو ګټم او افغانستان دنړۍ له نقشې څخه حذفوم.

بالفرض ټرمپ داسې وکړل افغانستان يې دنړۍ له نقشې څخه ورک کړ؛لس ميليونه افغانان يې ووژل او جګړه يې وګټله ته فاتح شوې که امريکا؟》

%d bloggers like this:
/* ]]> */