افغانستان

په غزني او لغمان ولایتونو کې د یو لړ چاودنو مخه نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني ولایت په ابدان ولسوالۍ کې د درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
د کورینو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ترهرګرو دغه ماینونه د امنیتي ځواکونو د موټرو د نښه کولو په هدف پر لاره اېښي وو، خو تر چاودنې وړاندې امنیتي ځواکونو شنډ کړي دي.
همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو په لغمان ولایت هم د یو نښلېدنکي ماین چاودنې مخه نیولې ده.
وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post په غزني او لغمان ولایتونو کې د یو لړ چاودنو مخه نیول شوې appeared first on pashto.

%d bloggers like this:
/* ]]> */