افغانستان

ارګ د ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی

عزم(سه‌شنبه، ۰۱زمری، ۱۳۹۸ل):  تېره شپه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر عمران سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که وغواړي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې پای ته رسولی شي.
د دې څرګندونو وروسته ګڼو افغان سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو توند غبرګون وښود.
ارګ هم په محتطانه ډول د ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دی.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي. له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی. موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان حکومت د دې څرګندونو په اړه د واشنګټن وضاحت غواړي او دغه وضاحت به د افغانستان له خلکو سره هم شریک شي.
«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.»

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */