روغتیا

گبین او لیمو د روغتیا لپاره څومره گټه لري؟

گبین او لیمو هر ځای په اسانۍ سره موندل کېږي او خلک يي اکثره د خوړو او مشروباتو د خوند یا ځینو ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره کاروي.

اوبو کې د گبین او لیمو گډول او کارول ځینې حیرانوونکې روغتیايي گټې لري او له مختلفو ناروغیو مو ژغورلی شي.

گبین د بورې او نورو غیر صحي خوږو موادو تر ټولو غوره او گټور بدیل دی، چې انسان له بې شمېره وژونکو ناروغیو څخه د ژغورلو وړتیا لري. په همدې ډول لیمو هم حیرانوونکې روغتیايي گټې لري، خو اوبو کې د گبین او لیمو اچول او څښل يي پر روغتیا جادويي اغېز لري.

د بدن اضافي وزن کموي

اوبه، لیمو او گبین گډول او څښل د بدن وازده له منځه وړي. مختلفو څېړنو ثابته کړې چې زیاتې اوبه څښل میتابولیزم گړندی کوي او د لوږې احساس له منځه وړي. کله چې اوبو کې گبین او لیمو گډ شي، نو گټه يي نوره هم زیاتېږي او بدن کې شته وازده ویلي کوي.

د موسمي ناروغیو مخنیوی کوي

په گبین او لیمو کې شته گټور مواد د موسمي ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ مرسته کوي. د مثال په توگه لیمو کې شته وېټامین سي د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي او بدن سره د مېکروبونو له منځه وړلو کې مرسته کوي. گبین بیا د نورو گټو سربېره د تنفسي سیستم مېکروبونه وژني.

د هاضمې سیستم لپاره گټور دی

په کافي اندازه اوبه څښل د هاضمې سیستم روغ ساتي، او بدن کې د اوبو کمښت د قبض ناروغۍ لامل گرځي. اوبه، لیمو او گبین څښل د قبض ناروغۍ لپاره غوره درمل گڼل کېږي او ماشومانو لپاره د نورو په پرتله نور هم گټور ثابتېږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */