ټیکنالوژي

مایکروسافټ هېوادونو ته رشوت ورکولو له امله جریمه شوه

مایکروسافټ کمپنۍ په هنگري او ځینو نورو هېوادونو کې دولتي کارکوونکو ته د رشوت ورکولو له امله د ۵۳ لکه امریکايي ډالرو د جریمې ورکول منلې .

د امریکا د عدليي څانگه وايي چې د مایکروسافټ کمپنۍ به ۸۷ لکه امریکايي ډالر جریمه کړي، چې دغه جریمه به درې کلن تړون پر بنسټ وي او مایکروسافټ به د خپلو کارکوونکو پر غیر قانوني کړنو اعتراف کوي.

د مایکروسافټ کمپنۍ هنگري، سعودي عربستان، تایلینډ او ترکیه کې زیات شمېر غیر قانوني کړنې ترسره کړي، چې له همدې امله دغه کمپنۍ دغه ځانگړې اندازه جریمه منلې.

مایکروسافټ کمپنۍ مشر برېډ سمېت هم ټوله نړۍ کې خپلو کارکوونکو ته د برېښنالیک له لارې خبرداری ورکړی چې د غیر قانوني کړنو په وړاندې به له زغم څخه کار وانخلي او د هنگري هغه کارکوونکي چې غیر قانوني کړنې يي ترسره کړي، هم له دندې گوښه کړي.

د باوري سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د مایکروسافټ کمپنۍ په هنگري هېواد د سافټ وېیر پلورلو پر مهال له غیر قانوني لارو گټه پورته کړې چې پایله کې يي له ۱۴ مېلیونه ډالرو څخه زیاته گټه کړې وه.

مایکروسافټ کمپنۍ هم منلې چې کارکوونکو يي هنگري، سعودي عربستان، تایلینډ او ترکیه کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې او زیاتو گټو ترلاسه کولو لپاره يي غیر قانوني کړنې ترسره کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ په دغو تورونو د اعتراف سربېره د ټاکل شوې جریمې ورکول هم پر ځان منلي دي .

%d bloggers like this:
/* ]]> */