د ارګ خبرپاڼه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه.

په پيل کې د هېواد د امنیتي او  دفاعي ارګانونو مسوولانو د فاریاب، بغلان، کندز، بدخشان، غزني، روزګان، زابل، هلمند، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت، امنیتي تهدیدونو او پرمختګونو په اړه غونډې ته راپورونه وړاندې کړل.

جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتیا، اکمالاتو او د دښمن د ځپلو په خاطر لازم هدایات ورکړل.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره ترسره کېدونکې لیدنه لغوه کړه

سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا ...