روغتیا

دغه مېوه د سرطان ۱۲ ډولونه وژني

ساورسپ (Soursop) چې فارسي کې ساپادیل او نړۍ کې د Gurabano, graviola, Guanabana په نومونو هم پېژندل کېږي یوه ځانگړې شنه میوه ده چې تر ۱۵ پاونډه وزن او ۱۲ انچه پورې اوږدوالی لري.

دغه مېوه ځمکني توت او اناناس ته ورته خوند سربېره د ستروس کورنۍ ته ورته تورشه ده. د ساورسپ پاڼې هم ډېرې روغتیايي گټې لري چې له همدې امله مختلفو روغتیايي تولیداتو کې کارول کېږي.

دغه مېوه د سرطان په وړاندې مبارزې له امله ځانگړی شهرت لري. یوې څېړنې چې «Journal of Medicinal Chemistry» څېړنیزې مجلې کې خپره شوې موندلې چې دغه مېوه کې شته ځانگړې او گټور مواد په بدن کې د سرطاني حجراتو د ودې مخه نیسي.

څېړونکو همداراز د څېړنو پایله کې موندلې چې ساورسپ کې شته گټور مواد په بدن کې د سرطان تر ټولو پیاوړي حجرات له منځه وړي او په مجموعي ډول د سرطان د ۱۲ ډولونو د مخنیوي وړتیا لري. د سرطان دغو ډولونو کې د سرطان ناروغۍ تر ټولو عامې بڼې لکه د کولمو، پانقراص، پروستات، سږي او سینې سرطان شامل دي.

به انډیانا ایالت کې د پرډیو پوهنتون او د سویلي کوریا کاتولیک پوهنتون څېړنو پر بنسټ، ساورسوپ په بدن کې عادي حجراتو د اغېزمن کېدو مخه نیسي او خطرناک حجرات له منځه وړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ټولې څېړنې تر دې دمه یوازې طبي لابراتوارونو کې ترسره شوي او تر اوسه د سرطان په ناروغانو نه دی ازمویل شوي.

د ساورسپ نورې روغتیايي گټې

ساورسپ کولېسټرول، غوړ او سودیم نه لرونکو کاربوهایډرېټونو غوره سرچینه ده. دغه مېوه د مس، کلسیم، اوسپنه، فایبر، نیاسین، مگنیزیم، پوتاشیم، فاسفورس، تیامین، ریبوفلاوین او وېټامین بي۱، بي۳ او سي غوره سرچینه هم بلل کېږي. د دغې مېوې پاڼې په کافي اندازه فرکتوز، کلسیم، پروتین، غوړ او وېټامین اې او بي لري چې له همدې امله روغتیايي درملو او نورو توکو کې کارول کېږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */