په هندوکش کې د انسانانو ښکار

رايان ډېورياكس- انټرسېپټ / ژباړن: نورالحق حيدر

(د درېيم راپور اوومه او وروستۍ برخه)

امريکايي چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو عام امريکايان ډېر خبر نه‌شي او د دې جګړې په تړاو خبرې د عامو خلکو خولې ته و نه لوېږي. خو په وروستيو کې يې يو څه خوارۍ اوبو يوړې. په روانه مياشت کې (۲۰۱۵م د اکټوبر درېيمه) امريکايانو په کندز کې يو روغتون بمبارد کړ. دغه روغتون د «بې پولې ډاکترانو سازمان» چلاوه. دې بمبارۍ امريکايي وګړو ته د افغانستان جګړه ښه ور په زړه کړه. خلکو ته پته ولګېده چې که څه هم اوباما په ۲۰۱۴م کې د جګړې د ختمېدا اعلان کړی و، خو د دې جګړې ختمېدا ته لا اوږد مزل پاتې دی. شپه تر نيمايي اوښتې وه چې امريکايانو په کندز کې پر روغتون بمبارۍ پيل کړه، په بريد کې لږ تر لږه د روغتون ۱۲ کارکوونکي او د درې ماشومانو په ګډون ۱۰ ناروغان ووژل شول. يو نرس چې په دې شپه په روغتون کې و، وايي؛ په خپلو سترګو مې وليدل چې په «جدي مراقبت خونه» کې پر شپږو بسترونو اور بل و، شپږ ناروغان د لمبو خوراک شول. نرس وايي: «په خدای که تر اوسه مې لا د هغه وحشت بيان ته ژبه موندلې وي، تر اوسه لا د هغه وحشت په الفاظو کې بيان کولای نه شم.» د «بې پولې ډاکترانو سازمان» دغه بريد يو جنګي جنايت وباله او د بې پرې پلټنو د کولو غوښتنه يې کړې وه.

په کندز کې پر روغتون بريد راته يو تريخ حقيقت وايي؛ په افغانستان کې د امريکا پر جګړې يوه نيمه لسيزه اوړي، تر ۲۳۰۰ ډېر امريکايان او تقريباً ۲۶۰۰۰ ملکي افغانان په دې جګړې کې وژل شوي دي، خو په افغانستان کې جګړه يو بل خونړي پړاو ته داخلېږي. په اګسټ کې (۲۰۱۵م) ملګرو ملتونو وويل چې ښايي د کال تر پايه د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو کلونو په پرتله زياته شي. د ملګرو  ملتونو په راپور کې ليکل شوي وو چې د زياتو ملکيانو د مرګ ژوبلې پړه د دولت وسله‌والو مخالفانو پر غاړه ده. خو په همدې راپور کې ليکل شوي چې نړيوالو ځواکونو  ۲۷ ملکيان وژلي او ۲۲ نور يې ټپيان کړي دي. دا خلک زياتره د بې پيلوټه الوتکو او نورو هوايي بريدونو کې وژل شوي وو.

سره له دې چې په دې تړاو کره ثبوتونه شته دي چې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه ناکام دي او ګڼ بې‌ګناه خلک پکې وژل کېږي ، خو له نښو نښانو بيا هم داسې ښکاري چې په افغانستان کې به د امريکا پټ هوايي بريدونه او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډېر شي. ځکه د نړۍ په نورو ځايونو کې لا له وړاندې امريکايانو د بې پيلوټه الوتکو پټو بريدونو درځ غوبل جوړ کړی دی. د ملګرونو ملتونو په راپور لا دوه اونۍ اوښتې نه وې چې «فارين پاليسي» په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو په تړاو يو راپور خپور کړ. په راپور کې ليکل شوي و چې د «ځانګړو عملياتو ګډې قومانداني» په افغانستان کې ځمکنۍ چاپې ډېرې را کمې کړې دي، خو هوايي بريدونو يې زښت ډېر کړي دي. په راپور کې وړاندې ليکل شوي وو: «د ځانګړو عملياتو ګډه قومانداني پر جګپوړو جګړه‌مارانو هوايي بريدونه د تېرو پنځو کلونو په پرتله دوه برابره کوي.

په افغانستان کې چې اوس محدود شمېر ځانګړي امريکايي ځواکونه پراته دي، پاکستان ته څېرمه د افغانستان شمال ختيځو برخو ته يې ډېر پام دی. پيچ دره چې يو وخت د «مرګوني ګوزار» عملياتو په محراق کې واقع وه، اوس په کې بيا وسله‌والو ډلو سر راپورته کړی دی. القاعده شبکې پر افغانستان د امريکايانو يرغل او  «مرګوني ګوزار» عمليات  ښه تبليغاتي ګټه واخيسته او خپل فعاليتونه يې پرې توجيه کول. راپورونه وايي چې القاعده تر بل هر وخت اوس په پېچ دره کې  ډېره فعاله ده. «د امريکا د سولې انسټيوټ» په نوم مرکز په خپل يوه راپور کې ليکي: «په۲۰۰۲م کې چې امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړې ده، په دې هېواد کې د القاعدې حضور تر پخوا پراخه شوی دی.»

د امريکا «د ځانګړيو عملياتو ګډه قومانداني» او سي آی اې چې په عراق او سوريه کې يې د بې پيلوټه الوتکو نوې جګړه پيل کړې ده؛ د «مرګوني ګوزار» عملياتو  سټراټېژي لا ژوندۍ او لا فعاله ده. د استخباراتو يوه پخواني کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط انټرسېپټ ته ويلي: «د مرګوني ګوزار غوندې عملياتو سټراټېژيکې ګټې په نشت حساب دي، خو ګڼ بې‌ګناه انسانان پکې وژل کېږي.  د دغسې ناسمو پوځي عملياتو د نوم په اورېدو سره زموږ ذهن ته بايد همدا يوه خبره را تداعي شي چې په دې عملياتو کې بې‌ګناه خلکو ته زښت ډېر زيانونه اړوي.» سرچينه وايي چې بې پيلوټه الوتکو بريدونه به ځينې برياوې هم لري چې د امريکا جګپوړي پوځي چارواکي همدغه برياوې بيا بيا ګردانوي؛ خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونو پر بې‌ګناه انسانانو ډېرې ناليدلې اغېزې لري، په تېره بيا په هغو سيمو کې چې امريکا پرې د ميزايلو باران اوروي. سرچينې انټرسېپټ ته ويلي دي: «په افغانستان کې چې موږ څه کول هغې ته مو د افغانانو د خدمت نوم ورکړی و، خو که له ريښتياو تېر نه‌شو موږ هر څه د خپل خاورې د دفاع په پار کول او د امريکايانو ګټې را ته تر هر څه مهمې وې. په پوره باور يې درته وايم چې په افغانستان کې کيسه همدغسې وه او ده.»

د درېيم راپور پاى.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...