له «اشغاله» تر «حضوره»!

ع، وطندار

کله چې په ۲۰۰۱ كې امريكا د سپتمبر د يوولسمې د جعلي پېښو په پلمه افغانستان ته راغله؛ نو هغه وخت نه د افغانستان كوم قانوني حكومت هغوى ته بلنه وركړې وه او نه افغان ولس؛ بلكې په خپل زور سره راغلل او زموږ هېواد يې اشغال كړ، هغه وخت چا له ډاره په مطبوعاتو كې د اشغال كله هم نه استعمالوله؛ خو وروسته په كرار كرار د امريكايي اشغال پر وړاندې كركه مخ په زياتېدو شوه او دا خبره له زړونو نه خولو ته را ووته. كله چې د بن غونډه جوړه شوه نو يو خو دا غونډه د امريكا او ناټو په وسيله د افغانستان تر اشغاله وروسته جوړه شوه، بله دا چې د امريكا تر اشراف لاندې جوړه شوه او درېيمه دا چې كومو كسانو په دغه غونډه كې ګډون وكړ، هغوى د افغان ولس استازي نه وو، كه فرض كړو هغوى له امريكايانو سره څه وكړل هغه هم د «تو مرا ملا بګو من ترا حاجي» په مصداق وو. كه د شمال جبهې له امريكايانو سره د هغوى په راوستلو كې مرسته وكړه، هغه هېڅكله په دې معنا نه و چې هغوى د افغان ولس نماينده ګان و بس له واكه يوه شړل شوې ډله وه چې د امريكا په واسطه يې بېرته ځان د اقتدار تر ماڼيو پورې ورساوه؛ خو د يوه مزدورانه اقتدار.

د امريكا په راتلو سره دا چې دلايل يې هر څه وبولو يو شمېر قوتونه له واكه بهر پاتې شول او د امريكا د اشغال پر خلاف يې مبارزه پيل كړه، دې مبارزې ته چا په يوه سترګه وكتل او چا په بله سترګه؛ خو د دې مخاصمت په اړه هم ډېرې خبرې دي چې هغه يو جلا بحث ايجابوي؛ خو ځينو له دې مخاصمته لاس واخست، دا چې له هغوى سره څه توجيه او دليل و پر هغې هم نه غږېږم؛ خو په دې اړه هم په ولس كې مختلف نظريات موجود وو، ځينو يې هركلى وكړ او ځينو ورته په كركه وكتل او علت دا و چې خپل موقعيت يې له ګواښ سره مخ وليد.

دا چې دا استقبال او كركه به بالاخره كوم ځاى ته وځي، هغې ته به هم وخت ځواب ووايي، بايد په دې قضاوت كې ډېره بېړه و نه شي؛ خو زما بحث دلته په يوه ټكي دى او هغه دا دى چې څو ورځې د مخه مې په يوه تلويزيوني بحث كې له يوه محترم شخصيت نه واورېدل چې تر كومه امريكا په افغانستان كې پوځونه درلودل، هغه وخت افغانستان اشغال و؛ خو اوس چې امريكا خپل يو شمېر پوځونه وايستل او د وتلو خبرې كوي؛ نو اوس «اشغال» په «حضور» بدل شوى، په بل تعبير تر هغه دمه چې امريكا خپل يو شمېر پوځونه له افغانستانه وايستل نو امريكا اشغالګره وه، چې په دې توګه ورسره وسله‌واله مبارزه هم مشروع وه او اوس چې اشغال پاى ته رسېدلى او خبره حضور ته رسېدلې؛ نو دې مبارزې هم خپل مشروعيت له لاسه وركړې.

ريښتيا خبره دا ده چې زما په دغسې استدلال سر خلاص نه شو؛ ځكه چې اشغال خو ځانته يو تعريف لري، كه خبره د حضور وي؛ نو امريكا هغه مهال هم په افغانستان كې حضور درلود او اوس هم حضور لري؛ خو دا حضور هغه مهال هم د اشغال له‌پاره و او اوس هم د اشغال له‌پاره دى. امريكا او ناټو دواړه له افغانستان سره هم ستراتېژيك تړونونه لري او هم امنيتي؛ خو حقيقت دا دى چې دا دواړه تړونونه د تحميل له مخې و. امريكا، افغانستان له ژوبلې ګوتې نه نيولى و، پر افغانستان يې يو داسې حالت راوستى و چې د امريكا هر څه به يې منل؛ ځكه واك ته يې هم داسې كسان ورسول چې هغوى بله لار نه درلوده پرته له دې چې د امريكا هرې خبرې ته سر وښوروي؛ د شاه شجاع، د كمونستي دورې د واكمنانو او اوسنۍ ادارې د واكمنانو ترمنځ څه توپير موجود دى، د ټولو پر خولو خو همدا يو شعار دى چې: «ګل ګفتى و دُر سُفتى» شاه شجاع انګرېز ته سر ښوراوه د كمونستي دورې واكمنانو روسانو ته او د اوسنۍ دورې، امريكا او ناټو ته نور څه توپير دى.

زه خو وايم پرته له هغو دوستانو چې د خپلو سياسي ضرورتونو او مجبوريتونو له مخې اشغال ته د «حضور» نوم وركوي، نور به يې هېڅوك هم ورسره و نه مني. همدا اوس له امريكايانو پرته ان چې زموږ حكومت نه پوهېږي چې په افغانستان كې څومره امريكايي عسكر موجود دي، ان چې د ټرمپ د جمهوري رياست په وخت كې خو هغه ده د هغو تلليو امريكايي عسكرو يوه برخه بېرته افغانستان ته راغله او ښايي نور هم راشي او دغسې حالت په مجموع كې د ناټو هم دى، حقيقت دا دى چې تر هغې پورې چې د امريكا وروستى عسكر هم په افغانستان كې وي موږ يې په حضور نه شو تعبيرولاى، ولې په حقايقو سترګې پټوو؟ هو! موږ مجبور يو، ډېر څه مو د شرايطو د اجبار له مخې منلي دي، ان چې د روسانو پر وړاندې زموږ د مجاهدينو مرستندويان و، پاكستان، ايران او چين چا په يوه ډول او چا په بل ډول د افغان جهاد مرسته كوله؛ خو اوس خو ټولو د افغانستان د ښويو تېرولو له‌پاره لكه ښامار خولې پرانستې دي، نن يواځې امريكا او ناټو نه؛ بلكې روسيه، ايران، پاكستان او ان چې يو شمېر عرب هېوادونه هم زموږ پر خلاف په روانه تراژيدي كې لاس لري.

البته هغه كسان چې له پيله له امريكايي بهير سره ملګري شوي، هغه بيا بل ډول استدلال كوي او هغه دا چې وايي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا امريكا او ناټو ته اجازه وركړې چې افغانستان ته راشي؛ نو پر دې اساس افغانستان ته د دوى راتګ قانوني دى او هېڅ مشكل نه لري او پر خلاف يې مبارزه ترهګري ده، هغوى د اوسنيو مخالفو وسله والو ته هم پر همدې اساس ترهګر وايي چې د ملګرو ملتو د پرېكړې مخالفت كوي او د دې حضور پر خلاف مقاومت كوي، هغوى له پيله افغانستان ته د امريكا او ناټو راتګ په اشغال نه دى تعبير كړى او اوس هم ورته اشغال نه وايي او كه امريكا خپل ټول تللي پوځونه بېرته راولي هم په اشغال يې نه تعبيروي؛ خو هغه چا چې تر پرونه د امريكا حضور ته اشغال وايه؛ نو اوس بايد داسې كمزورى استدلال و نه كړي چې اشغال ته د حضور نوم وركړي. دا چې دوى هم خپل مجبوريتونه لري، هغه جلا خبره ده؛ خو نور دې ولس ته د ړانده ګومان نه كوي، دغسې دوستان دې په دغسې پيكه استدلال خپل دريځ په ټولنه كې نه لړزانده كوي؛ ځكه څوك يې ورسره نه مني، اشغال اشغال دى كه د مشروعيت هر ډول جامې ور واغوندې بيا هم اشغال دى.

البته اوس په مجموع كې افغان ولس ته په كار دي چې په دې باب فكر وكړي چې دې اشغال ته څه ډول او له كومې لارې مشروعیت وركولاى شي؛ دا اوس اوس په اندونيزيا كې د افغانستان، پاكستان او كوربه هېواد د ديني علماو په غونډه كې چې د ثور پر شلمه (۱۳۹۷) نېټه پاى ته ورسېده هم د پاكستان علماو دې ته ښكاره اشاره درلوده چې په افغانستان كې د جنګ د دوام لامل د امريكا حضور دى، تر هغې چې امريكا له افغانستانه و نه وځي، دا جنګ به دوام كوي.

البته دا هم سړى په دقيقه توګه نه شي ويلاى چې د امريكا تر وتلو وروسته به په افغانستان كې څه حالات راځي؛ ځكه دلته د هند او پاكستان، پاكستان او ايران، ايران او سعودي رقابتونه هم چې كولاى شو سيمه ييز رقابتونه يې وبولو، هم له پامه نه شو غورځولاى، هېڅ داسې تضمين نشته چې كه امريكا او ناټو له افغانستانه ووځي هم د لويو ځواكونو مداخلات خو پر دې سربېره دي؛ خو له دې ټولو اندېښنو او احتمالاتو سره هم دا نه شو ويلاى چې دا اوس افغانستان اشغال نه دى كه څه هم چې دا اوس هم په افغانستان كې د ډېرو هېوادو مداخلې روانې دي؛ خو دا ځكه وايو چې افغانستان د امريكا او ناټو له خوا اشغال دى چې هغوى په افغانستان كې نظامي حضور لري، زموږ حكومت بيا دومره بېوسه دى چې هغه څه هم پر امريكا او ناټو نه شي عملي كولاى چې په امنيتي لوزنامو كې يې ورسره منلي دي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

پر وعده ولاړ خلک هم تاسې یاست

 تاند حسین خېل  د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د چارو ...