کلتور او ادب

پالیسي (لنډه کیسه)

امرالله عمران

خبریال د خپلې روزنامچې پاڼې واړولې څو سرسري یا داښتونه یې ولوستل، موضوعات ورته سولیدلې وبریښیدل، کتابچه یې بنده کړه، د کمپیوټر سکرین ته مخامخ شو، څو بیلابیلې ویب پاڼې یې خلاصې کړې فیسبوک پاڼه یې تازه کړه، لومړی یې مسجونو ته پام شو، انټرنیټ مصروفه شو، وخت یې ونیوه له میز یې پیاله ورپورته کړه، چای ګرم وو وړوکې غړپ یې ترې وکړ، په چوکۍ کې یې شاته ډډه ووهله چې په دې وخت کې د کمپیوټر په سکرین پرله پسې میسیج پاڼې خلاصې شوې، خبریال زیرشو! د فیسبوک ملګري یو کلیوال یې ورته لیکلی وو؛ د خدای لپاره دا زموږ پوسټونه او لیکنې ولي خلک نه ګوري!؟ دا عکسونه او ویډیو ته وګوره! بیګا شپه چاپمارو ځواکونو زموږ د کلي مدرسه او مسجد بمبار کړی، تاسي ویډیو وګورئ په مدرسه کې یې واړه ماشومان له خاورو لاندې کړي!

خبریال ویډیو پلی کړه، چې ګوري رښتیا هم د دوی د کلي د مدرسې د چهاردیوالۍ نه غیر نور ټول تعمیر د ځمکې سره برابر وي .

کلیوال لږیا وي له خاورو د ماشومانو جسدونه راباسي، یو خواته سپین ږیری بابا ښکاري د قران کریم نیمه سوزیدلې پاڼې یوې خواته کیږدي او په ساه نیولي غږ یې له خولې همدا خبره راوځي چې ته یې همداسې وسوځوې لکه څنګه یې چې د قران پاڼې سوځولي.

هرې خواته چې کمره تاویدله یو بوږ نونکی حالت وو، د خلکو خبرې د زغمه وتلې وې .
خبریال یودم ورخطا شو زریې مبایل ته لاس کړ د خپل پلار نمبر یې راواړو زنګ یې وروهه … لږه شیبه ورسته اوکی شو، خبریال ترې د بمبار پوښتنه وکړه؟ … د هغې خوانه ستومانه غږ راغی : هو بچیه! زموږ د کلي ټوله مدرسه یې بمبار کړې موږ همدا اوس په هدیره کې قبرونه کیندو ….

نور نو خبریال ته سوژه پیدا شوې وه، غوښتل یې چې رپوټ پرې جوړ کړي، کلی یې ډیر لرې هم نه و.
لومړی یې د والي ویاند سره خبرې وکړې، هغه د پیښې ناخبري وښوده! بیا یې ولسوال سره خبرې وکړي هغه د تروریستانو دوژلو خبره کوله ….

خبریال نور سم له لاسه د چوکۍ پورته شو لږه شیبه ورسته یې د نشراتو مدیر لاسنیولی کمپیوټر مخې ته ودراوه، ویډیو یې ور وښوده، د رپوټ جوړولو غوښتنه یې وکړه !
د رسنۍ مسؤل ورته کړه: ګوره دا سوژه زموږ د پالیسي سره برابره نه ده ، ته دا پریږده راځه چې همدا اوس اِمِیل راغلی په ولایت کې د بشري حقونو د خونديتوب غونډه ده ، وسایل دې له ځان سره واخله عاجل پری ګوزارش برابر کړه .
پاې
۱۳۹۸ـ۴ـ۲۵ ـ جلال کوټ

%d bloggers like this:
/* ]]> */