کلتور او ادب

راډیو د اغېزناکې رسنۍ په توګه

څېړندوی رحیم الله حریفال

که دا ومنو چې د زده کړې یوه عمده برخه له ټولګي څخه بهر تر سره کېږي، نو باید ووایو چې تلویزیون، راډیو، مجلې، ورځپاڼې او سینما خلګو ته د زده کړې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. حقیقت دا دی چې د ښوونې او روزنې بهیر د کتاب او ښوونکي له انحصاري چوکاټ څخه وتلی دی او پراخه مفهوم یې خپل کړی دی.

که څه هم په ټوله نړۍ تر اوسه پورې راډیو د غږېزې رسنۍ په توګه خپل ارزښت لا هم ساتلی دی، خو زموږ خبره دلته په خپله ټولنه یا هم هېواد افغانستان باندې راڅرخي، ځکه په نوره نړۍ کې له یوې د سواد او تعلیم کچه لوړه شوې ده او له بلې خوا معاصرې ټکنالوژۍ د راډیو په رول او ځای سیوری غوړولی دی، خو په افغانستان متأسفانه لا هم د سواد کچه ټیټه ده او بل دا چې دلته په لرو پرتو سیمو کې لاهم د معاصر ژوندانه امکانات په نشت حساب دي، کلیو او بانډو ته تر اوسه پورې برېښنا نه ده رسېدلې، نو په افغانستان د نورو رسنیو په پرتله راډیو په لوړ ځای کې قرار لري او باید راډیوي خپرونو ته ځانګړې پاملرنه وشي، تر څو دردېدلي او کړېدلي وطن او ولس ته د سمو او رڼو پېغامونو په رسولو سره ستر خدمت تر سره کړي او راډیو دا توان لري چې د ټولنې د پوهاوي سطحه لوړه کړي. که راډیوي خپرونې د احساس او مسؤولیت پر اساس تهیه او جوړې شي، نو د ښوونځي او مدرسې بڼه خپلوي. راډیو او نورې رسنۍ د اطلاعاتو پر رسولو سربېره د پوهاوي د رسولو او په ټولنه کې د دودولو مسوولیت هم پر غاړه لري.

اصلاح غږ راډیو هم چې له تېرو یوولسو کلونو را په دې خوا خپل نشرات پیل کړي او کار کوي، د یوې بارسالته او هدفمندې رسنۍ په توګه یې خپل مسؤولیت په غوره توګه سرته رسولی دی. د خپل یوولس کلن خدمت په ترڅ کې یې د هېوادوالو دیني، فرهنګي، ادبي، معلوماتي او تفریحي تنده خړوبه کړې ده. د اصلاح غږ یو شمېر اورېدونکو چې په تېرو کلونو کې د راډیو په اړه نظریات ورکړي، اصلاح غږ یې په خپلو کورونو کې مدرسه ګڼلې ده او هېڅکله یې هم له دې مبارکې رسنۍ څخه خپلې معنوي او مادي همکارۍ نه دي سپمولي.
د دې هدفمندې رسنۍ غږ دې د هېواد په ویاړلې فضاً کې د تل لپاره لوړ او اوچت وي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */