آه څومره بېوسه يو؟

نعمت الله برکت

لومړنۍ قبله مو راڅخه يهودو د ټرامپ پواسطه غصب کړه، مونږ يې دلته پخپلو وينو او خپلو غمونو لړلي پرې ايښي يو.
هغه چې ټولې نړۍ لپاره ډيموکراسي (د اکثريت رايه) غواړي؟؟؟ نن يې د ټولې نړۍ د مخالفت سره سره هم قدس د اسراييلو پايتخت اعلان کړ او عملا يې خپل سفارت د بې شمېره انسانانو د وينو په بهولو سره هلته ولېږداوه.
هغه اسراييل چې ېواځې له اويا کالو مخکې چا د ځمکې پرمخ پدې تامه کوم هيواد نه پېژانده او نه په دغه خاوره د يهودو هستوګنه وه.

مونږ تل ځان پدې غولوو چې عربان دومره بې غيرته شول نو زمونږ يې په فلسطين څه؟ خو بيا مو خپل دې حماقت ته پام هم نه وي چې د فلسطين او قدس د له لاسه وتلو ېواځنۍ وسيله د مسلمانانو ترمنځ د همدې فکر ځای نيول وو، هلته چې لومړی ځل د نړۍ مسلمانان د فلسطين د معضلې له ډګره واېستل شول او لانجه ېواځې په عربو پورې تړلې و ګڼل شوه. . . او بيا وروسته د عربو ستر فوځ چې د ايمان پرځای د توکمپالنې پر بنسټ له يهودو سره د جګړې ډګر ته راښکته شوی وه، د ېوې نړيوالې دسيسې په پايله کې مات کړل شو. پدې جګړه کې هغه جمال عبدالناصر هم برخه اخيستې وه چې لا يې د اسلام د ستر مفکر سيد فطب او نورو نومياليو وينه له چړې نه وه وچه شوې، هغه سيد قطب چې تر ېو الله پرته د بل چا قانون ته غاړه ايښودل ورته له مرګه سخت ښکارېدل.

خبره په اصل کې دومره اوسنۍ هم نه وه، بلکې مونږ خو هغه مهال تباه شو چې ېو ساده او صادقه شيخ مو وغولول شو، عثماني خلافت ورته د بدعتونو ځاله معرفي شوه او بيا د دې بدعتونو له منځه وړل ورته ستر جهاد وښودل شو، هغه د خلافت پروړاندې توره راپورته کړه خو پدې نه پوهېده چې د امت د برم د وروستي څلي ريښې په غوڅوي، خلافت مو دومره کمزوری شو چې د سوپر طاقت نوم ترې ليرې شو او رقيبان يې (انګلستان، روسيه، امريکا، فرانسه، ايټاليه او نور) نور ترې نه وېرېدل، بلکې هغه يې د (The sick man) يا ناروغ سړي په نامه ياد کړ.

د ناروغ سړي د مرګ (د خلافت د سقوط) وړاندوېنه لا پخوا شوې وه خو رقيبان يې په ځمکو او ميراثې سره نه جوړېدل او چې کله د ناروغ سړي د ځنکدن وخت شو نو په (1914) کال کې د رقيبو هيوادونو ترمنځ د هغه د ميراثې پر سر جګړه ونښته، بالاخره څلور کاله وروسته په (1918) کال جګړه پای ته ورسېده او د سايس بيکو تړون له مخې هرجا ته خپله برخه ټاکل شوې وه، ناروغ لا مړ نه وو (خلافت لا سقوط نه وو کړی) چې هر رقيب د خپلې برخې د ترلاسه کولو لپاره د ناروغ خلافت په ټاکل شوي اندام حمله وروړه، په تړون کې فلسطين او د سينا ټاپو وزمه د انګرېزانو په برخه وه چې له نيول کېدو سره سم يې د يهودو کډې ورته راسر کړې.،دا مو لومړی سقوط وو.

کله چې د نفوسو له مخې د نظر وړ يهودان د فلسطين په ځمکه را ميشته شول نو اوس د ېوه يهودي دولت د جوړېدو اړتيا وه خو دا کومه عادي خبره نه نو دا ځل بيا هم په (1939) کې د دوهمې نړيوالې جګړې په نوم ېوه بله ډرامه راپېښه او په تنيجه کې يې د هټلر په لاس د يهودو د ټولوژنې د په وړاندې هغوی ته د تسليت او ډاډ په پلمه د اسلام په خاوره د اسراييلو په نوم يهودي دولت بنسټ کيښوده چې لومړی ځل د روس او امريکا لخوا په رسميت وپېژندل شو، البته دا (1948) کال وو، او ترې څه موده وروسته يې د دې اقدام پر وړاندې ېواځنی خنډ هم له منځه ېوړ، هغه حسن البناء امام ترور کړای شو چې امت يې د اقصی او فلسطين د ګټلو لپاره راټولاوه.

دا مو دوهم سقوط وو.
درېم سقوط مو هماغه وو چې په (1967) کال کې را پېښ شو، او داځل مو د دوی د شومو اهدافو يو بل مخالف ځوان چې دوی ترې په نړيواله د خپلو پلانونو د شنډولو په برخه کې وېرېدل هم په سولۍ کړ، چې دا ځوان هماغه د قرآن شهيد سۍد قطب رحمه الله وو.

 

سرچینه: اصلاح انلاین

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...